ډولډینګ

Ikramullah qayoomi • 23 اګست 2023
2 comments
0 لایکونه

السلام علیکم!

زما پوښتنه د ډولډینګ په اړه ده چی ډولډینګ سه ته وای 

Kategorie
نور

ځوابونه (2)

Ikramullah qayoomi

هیله کوم چی د ډولډینګ په اړه معلومات راکړی مننه کوم

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ په معمول ډول د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې له مخې هغو کسانو ته ورکول کيږي چې له جرمني وتلو ته اړ وي خو ايستل يا ډيپورټ يې د لنډ وخت لپاره د ځينو خنډونو يا په جرمني کې د پاته کېدو د اړتيا د دلايلو له کبله ناشونی وي. د ډيپورټ پر وړاندې خنډونه ښايي د ناروغۍ درلودل يا د اړينو سندونو د نه شتون په شان نور لاملونه وي. د پاته کېدلو نور قانوني دليلونه ښايي د حرفوي زده‌کړو پیلول يا د ضروري درملنې پروسه او يا دې ورته بل څه وي.

د ۶۰ الف مادې له مخې د ډولډونګ تر څنګ د ډولډونګ ځينې نور ډولونه هم شته. له دې ډلې اوسبيلډونګزډولډونګ او کاري يا بشېفتيګونګزډولډونګ يادولای شو. د دې ډولډونګونو ترلاسه کولو لپاره بايد ځانګړي شرطونه پوره شي. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په مالوماتي څپرکيو اوسبيلډونګزډولډونګ او کاري يا بشېفتيګونګزډولډونګ کې لوستلای شئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې موږ ته ولیکئ.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.