دوبلین

Shabir Salimi • 14 سپتمبر 2023
5 comments
0 لایکونه

سلامونه په دې هيله چې ښه به ياست . هيله کوم ډوفلين له کوم وخته شروع کيږي او تر کومه وخته دوام کوي ستاسې د جواب په تمه هيله کوم .په درنښت 

ځوابونه (5)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم.

دوبلین قوانین داسې پلي کېږي.

په جرمني کې د پنا د غوښتنې له ثبت سملاسي وروسته به چارواکي وګوري چې جرمنی مو د پناغوښتنې د قضيې مسؤوليت لري او که نه. دا ارزونه د يوروډک (Eurodac) ډاټابېس په مرسته ترسره کيږي. په دې اروپايي ډاټابېس کې د ټولو پناغوښتونکو او هغو بهرنيانو د ګوتو نښې ساتل کيږي چې اروپا ته راځي. د بمف اداره ښايي د سفر د ټکټونو پوښتنه هم وکړي چې د مدرک په توګه يې وارزوي. که تاسې د دوبلين د مقررې تر پوښښ لاندې راشئ؛ ستاسې د پنا غوښتنه د نه منلو وړ قضيې (unzulässig) په توګه رديږي. له دې وروسته به له تاسې غوښتنه وشي چې جرمنی پرېږدئ. ځينې کسان ښايي هماغه اړوند هېواد ته چې د پناغوښتنې د قضيې مسؤوليت لري؛ ډيپورټ شي او دې ډيپورټ ته بدلول (Überstellung) وايي.

بل هېواد ته د لېږلو لپاره ځينې قوانين پلي کيږي چې په لاندې ډول دي:

1- جرمنی بايد له اړوند اروپايي هېواد څخه د بيا منلو (Übernahmeersuchen) په نوم غوښتنه وکړي او دا کار بايد ژر ترسره شي. د دې کار لپاره دوه فرصتونه شته: په يوروډک سیستم کې د ګوتو د نښو له موندلو وروسته د دوو مياشتو په موده کې او يا د بمف له لوري د پنا د غوښتنې ترلاسه کولو وروسته د درې مياشو په موده کې. که په يادو ټاکل شوو مودو کې دا کار ونه شي؛ جرمنی ستاسې د پنا غوښتنې د‌ پروسې مسؤول دی.

2- که مقابل اروپايي هېواد ستاسې او ستاسې د پنا قضیه ونه مني؛ ښايي ستاسې له منلو انکار وکړي.

که تاسې په بل اروپايي هېواد کې د پنا غوښتنه نه وي کړې؛ د اصولو له مخې مقابل هېواد دوې مياشتې وخت لري‌ چې د بمف غوښتنې ته ځواب ورکړي. که په دوو مياشتو کې ځواب ترلاسه نه شي؛ جرمنی به يې د تاييد نښه وبولي او اړوند کس به هماغه هېواد ته ډيپورټ کړي.

که په بل اروپايي هېواد کې مو د پنا غوښتنه کړې وي؛ هغوی بايد له دوو اونيو تر يوې مياشتې موده کې د بمف غوښتنې ته ځواب ورکړي. که په دې موده کې ځواب ترلاسه نه شي؛ جرمنی به يې د تاييد نښه وبولي او اړوند کس به هماغه هېواد ته ډيپورټ کړي.

3- که ټاکل شوې موده د مقابل اروپايي هېواد له ځواب پرته پوره شي او يا د منلو لپاره مثبت ځواب ورکړي؛ جرمنی شپږ مياشتې وخت لري چې تاسې بېرته وليږي. که د شپږو مياشتو په موده کې ونه لېږل شئ؛ جرمنی به ستاسې د پناغوښتنې قضيې مسؤوليت ولري.

پاملرنه: که څوک په زندان کې وي؛ جرمنی ۱۲ مياشتې وخت لري چې بل مسؤول هېواد ته يې وليږي. همدا شان که څوک د خپلو لېږلو مخنيوی وکړي؛ د بېلګې په توګه پټ شي؛ ښايي دا موده ۱۸ مياشتو ته وغځيږي. که څوک د خپلې استوګنې په ځای کې يوه اونۍ ونه اوسي او بمف خبر شي؛ ښايي د پټېدو د هڅې په توګه وګڼل شي.

يادونه: که جرمنی ستاسې د پنا غوښتنه د نه منلو وړ قضيې (unzulässig) په توګه رد کړي؛ دا په اتومات ډول دا مانا نه لري چې بل اروپايي هېواد به هم ستاسې قضيه ردوي. د دوبلين اړوند قضيو پر مهال د رد مانا دا ده چې جرمنی ستاسې د قضيې مسؤوليت نه لري او دا کار بايد په بل مسؤول اروپايي هېواد کې وشي.

که لا پوښتنه لرئ هیله ده دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.