دکورنی الحاق

hammadwardak225 • 17 جولای 2024
1 comment
0 لایکونه

اسلام علیکم

پدی هیله یم چی نیکمرغه ژوند به لری .

زما پلار اوس مهال دوه کلنه قبولی لری او دمحلی کارمند په حیثیت جرمنی ته راغلی خو له بده مرغه زما دوه وروران لا هم افغانستان کی پاتی دی چی یو یی دوه ویشت کلن اوبل یی دری ویشت کلن دی چی ودونه  هم  لا تر اوسه نه لری او د المان د بهرنیو چارو وزارت سره هم مجرد  ثبت شوی خو متأسفانه قبولی یی رد شوی .اوس زما پلار کولای شی د دوی لپاره د کورنی الحاق غوښتنه وکړی او دا امکان به ولری چی دوی به قبول شی .

د ستاسو د لا زیاتو معلوماتو په هیله 

حماد

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

 

د جرمني د قانون له مخې یوازې هغه ولادونه جرمني ته راوستلی شي، چې عمرونه یې له اتلس کلونو څخه کم وي. او د دې تر څنګ متاسفانه د کورنۍ د غړیو د راوستلو په پروګرام کې شرط همدا دی، چې باید عمرونه یې له اتلس کلونو څخه کم وي. متاسفانه قانون همداسې دی، هغه وروڼه مو دلته جرمني ته نه شي راوستلی. 

 

که لا هم پدې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.