د زده کړو لپاره مالي مرسته

Shabir Salimi • 16 اګست 2023
1 comment
0 لایکونه

ښاغلي رضوان پوښتنه کړې. 

 

 

سلامونه او نیکی هیلی

زما نوم رضوان دی. زه په ۲۰۲۲ د فیبروری کی المان ته راغلم او سیاسی دری کلنه قبولی لرم. ما په ۲۰۲۰ په اکتوبر میاشت کی په Saarland University  کی یوه ماستری شروع کړه چی د درس میتود یی حضوری او غیرحضوری دی. ددی ډګیری نوم دی Master of (blended learning) of Evaluation. د کرونا ویروس له وجی ما ونشوای کولی چی المان ته د حضوری درسونو لپاره هغه وخت راشم. ما د سمیستر فیس ۱۵۰۰ جمع ۱۱۳ یورو اجتماعی ګډون لپاره پوهنتون ته ورکولی. ما د ۲ سمیسترو فیس پوهنتون ته لیږلی دی مګر د دو سمیسترو راباندی پاتی دی چی اوس د وظیفی د نشتون له امله نشوم کولی دا پسسی ورته برابری کړم. 

ما د پوهنتون نه ددی فیس د معاف کولو غوښتنه وکړه چی بدبختانه رد شوه. بیا می BAföG  ته اپلای وکړ چی هغه غوښتنه می هم رد شوه. ددی په خاطر چی زه اوس برحاله محصل نه یم. څکه زما څلورم سمیستر بایدی په سیپتمبر ۲۰۲۲ کی خلاص کړی وای چی ما د فیس د نشتون له امله ونشوای کولای. 

بیا می جاب سسنتر نه غوښتنه وکړه چی هغه هم راته وویل چی مونږ لوړی زده ګړی نشوو تمویل کولی.
تیر کال کی DAAD  او یو بل بورس چی خاص د افغانانو مهاجرو لپاره وو هغه دواړه غوښتنلیکونه می رد شول. د DAAD دلیل دا وه چی مونږ له مخکی شروع شوی ماستری/ډیګیری نه تمویل کوو. هغه بل بورس چی نوم یی فکر کوم Germany 4 Afghan regugee ورته څه شی وو چی هغه هم ورته دلیل لیکلی وو. 

زما یوازی منوګراف پاتی دی چی ددی په لیکلو سره زه فارغیږم مګر زه تقربیآ ۳۳۰۰ یورو ته ضرورت لرم چی دا فیس ورکړم او ځلورم سمیستر شروع کړم. زه اوس جرمنی ژبه وایم. تیره میاشت می B1 خلاص کړه او نتیجه یی مثبت وه او اوس غواړم B2  شروع کړم. 

زمونږ راتلونکی سمیستر تقریبا دوه میاشتی وروسته په اکتوبر ۲۰۲۳ کی شروع کیږی او زه باید دا فیس تر ۳ د سیپتمبر پوری پوهنتون ته ورکړم ترڅو راتلونکی سمیستر کی راجیستر شم. زه ډير کم وخت لرم چی دا پیسی پیدا کړم. B2  انشالله په راتلونکی کال مارچ کی خلاصیږی او ډیر کوشش کوم چی پدی دوره کی می مونوګراف هم ولیکم چی بیا به د وظیفی لپاره ډير ښه اماده وم.

نو مهربانی وکړی که راسره مرسته وکړی چی څنکه کولای شم مرسته د کوم نهاد څخه تر لاسه کړم. که قرضه بدون د سود نه هم پیدا شی اخلم یی او راتلونکی کال کی د کار شروع په اولو میاشتو کی یی بیرته ورته ادا کوم.

آیا داسی کومه طریقه شته چی د جاب سنتر څخه قرضه بدون د سود ترلاسه کړم؟ ځنګه او شرایط؟

په درنښت
رضوان

Kategorie
نور

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

Rizwan

متاسفانه د شخصي زده کړو تمدید په جرمني کې ډېر سخت دی، ټول محصلین اړ دي چې کار وکړي او د شخصي پوهنتونو د فیس باید په خپله ورکړي. که چېرې دولتي پوهنتون وي بیا دا ستونزه نه پېښېږي خو جاب سنټر په دې برخه کې ممکن مرسته ونه کړي چې تاسو ته قرضه درکړي خو بیا هم ممکن څه مرسته وکړئ شي تاسو ترې غوښتنه ترې وکړئ ایمیل ورته وکړئ یوازې هغوی له سود پرته مرسته ځینې وخت کولی شي. اما نور ټول بانګونه دي چې د قرضې اخیستلو شرایط یې هم اسانه نه دي او حتمن سود پکې وي.‌ له سود پرته هېڅ ډول قرضه نشته متاسفانه.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.

په درنښت،

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.