د تابعیت نوی قانون

Pashtoon • 30 جولای 2023
2 comments
0 لایکونه

سلامونه او نیکی هیلی،

د جرمنی د نوی قانون په اساس په خاصو شرایطو کی د تابعیت اخستلو پروسه تر ۳ کالو پوری را کمیدلی شی. 

مهم شرطونه یی د C1 د ژبی سند، کار او ډیر ښه انټیګریشن دی. 

سوال می د ۳ شرط په اړه دی، دغه ښه ادغام دقیقاًپه څه معنی دی؟؟

 لو بل دا چی،کولی شی د دی نوی قانون انترنیتی لینک راسره شریک کړی؟ 

مننه 

Kategorie
نور

ځوابونه (2)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

د ښه انټګرېشن څخه مطلب همدا دی، چې د ژبې C1 سند ولرې، کار وکړې او د دې څنګ د داسې رضاکارانه فعالیتونه کړي چې دغه ټولنې ته پکې ګټه رسېدلې وي. دا هغه شرایط دي، چې د تابعیت د اخیستلو نوي شرایط به وي. خو تر اوسه دا قانون پاس شوی نه دی؛ که چېرې پاس شي موږ یې په اړه مالومات خپروو او له تاسو سره به یې شریک کړو.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.