د سویس هیواد ۵ کلن اسنادو بدلول جرمنی سره

skihsas • 9 دسمبر 2023
1 comment
0 لایکونه

سلام او وخت په وخت پخیر 

زما یو کشر ورور دی  ۲۲ کاله عمر لری فعلا د سویس هیواد ۵ کلن اسناد لری. 

ایا کولی شی د سویس ۵ کلن اسناد د جرمنی سره تبادله کړي؟

که امکان لری نو څو کلن اسناد سره جرمنی ورکوی؟

که چیری د تبادله کیدو امکان نه وی او غیر قانونی ډول جرمنی ته راشی سرنوشت به یی څه وی؟

Kategorie
نور

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

متاسفانه د اسنادو د تبادلې په نوم خو داسې خاص کوم څه نشته، یعنې په دې اړه کوم ځانګړی قانون یا دېته ورته کوم موضوع د اروپایي اتحادیې په قوانینو کې نشته، اما په ځینې ځانګړو شرایط کې بیا کولی شي، د اروپایي اتحادیې د استوګنې د دایمې اجازې غوښتنه وکړي چې بیا د اروپایي اتحادیې په هر غړي هېواد کې اوسېدلی شي. او د دې تر څنګ چې که غیر قانوني جرمني ته راشي او دلته د پناه غوښتنه وکړي د دوبلین د قوانینو له مخې دوبلین کېږي او بېرته هماغه هېواد ته استول کېږي.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.