د پوهنتون په باره کی

@ansar wardak • 21 جنوري 2024
1 comment
0 لایکونه

اسلام علیکم سلیمی صیب په دی هیله چی روغ جوړ اود صحت چامی مو په تن وی

                          سلمی صیب زه د کابل پولیتخنیک پوهنتون زده کړیال يم 

                                          Expatrio

په باره کی معلومات غواړم  اوپه هغه کی ما ثبت نام وکړو هغه راته وایی چی تاسی پاسپورت اپلوټ کړی او ورسره یی ماته د  پوهنتون په باره کی ویلی چی تاسی په پوهنتون کی ثبت نام وکړی نو څه وکړم چی زه په دولبی پوهنتون کی شاګرد شم له تاسی څخه په دی باره کی پوره همکاری غواړم زیاته مننه به مو وی 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
که غواړئ چې په تحصیلي لاره جرمني ته راشئ، نو لومړۍ دلته باید په یوه پوهنتون کې داخله واخلئ چې دا په ټوله کې ډېر سخت کار نه دی. ټول پوهنتون په جرمني کې خپل ویبسايټونه لري، د نوملیکنې لپاره ځانګړي اپیلیکېشنونه لري هغه باید ډک کړئ او د دوی ځواب ته په تمه شئ. وروسته بیا بله مرحله د جرمني په سفارتونو کې یا په ایران او یا هم پاکستان کې باید وخت ونیسئ د انټریو لپاره. بیا نو جرمني ته د راتګ لپاره باید پیسې بلاک کړئ چې یو اپشن یې هم Expatrio دی.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.