د پناه غوښتنې تاييد

الیاس • 3 جنوري 2024
1 comment
0 لایکونه

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

 خدای دي وکړي چي روغ اوسي، زما پوښتنه دا ده چي آیا زا کولی شم چي خپل دي کيس يا هم انټرويو کې ووايم کې زا دلته ځکه راغلي یم چي هلته ما ته د تعليم زمينه نه وا برابره او زا يو فعال هلک يم ځکه دلته راغلم چي خپل آینده ژوند دلته جوړ کړم او جرمني دولت تا خدمت وکم.

دوهمه پوښتنه مي دا ده چي آيا دي جرمني په دولت کې دي داسې کوم حالت شتون لري چي يو انسان تا اسناد دي هغه په تعليمي اسنادو باندې ورکړي او بل هيڅ کوم کیس ونه لري. لکه زا ووايم چي زا ځکه راغلم چي دلته دي کمپیوټر په بخش کې ډېرې زمينې شتون لري.

ستاسو دا جواب په هیله 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

هر څه چې ستاسو په ذهن کې دي ویلی یې شئ، خو متاسفانه دا ډېر قوي دلیل نه شي کېدلی چې تاسو په جرمني کې یې د قبولېدو لپاره وړاندې کړئ. یعنې مانا دا چې دا د پناه غوښتنې لپاره قوي دلیل نه شي کېدلی، تاسو باید داسې دلیل وړاندې کړئ چې وښیي چې په افغانستان کې مو ژوند په خطر کې و او د دغه خطر له امله تاسو غواړئ دلته په جرمني کې غواړئ د پناه غوښتنه وکړئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.