د نوي راتګ په اړه

IK5533 • 28 سپتمبر 2023
1 comment
0 لایکونه

سلام وروره!

خدای دي وکړي چي ښه اوسي او دي صحت جامی دي پر تن وې.

وروره زه نوی جرمني ته راغلی یم د فرانکفورت ښار ته او غواړم دلته ازيل وکړم خو ولې نه پوهېږم چي څه راکم آزيل وکړم او کوم کيس ډېر ګټور ثابت کيدلي شي چي وکولي شم اسناد ژر واخلم.

وروره زما تحصيلي کچه هم ليسانس دا او کمپیوټر بخش څخه فارغ يم لږ که تاسو په توضیحاتو سره معلومات راکړي چي څه وکړم چي تر څو وکولي شم يو ښه ژوند جوړ کړم

وسلام

ستاسو ورور

 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

ازیل خو له راتګ وروسته هر وخت چې تاسو وغواړئ‌ کولی شئ‌ او دا کار ستاسو په لاس کې دی. کله چې پولیسو ته ځان تسلیم کړئ د ازیل پروسه په اتوماتیکه توګه پیل کېږي چې بیا به تاسو ته د انټریو وخت درکول کېږي او هغه وخت کولی شئ د خپل کیس په اړه مالومات ورکړئ. متاسفانه دا څوک نه شي‌ ویلئ‌ چې کوم کېس به حتمن قبلېږي او کوم به نه قبلېږي. دا پرېکړه د دولت په لاس کې ده، چې څوک قبول او چاته رد ځواب ورکړي، قبولي ستاسو په حالت او کېس پورې اړه لري، څومره مو چې کېس قوي وي هغومره یې د قبولۍ چانس ډېر دی. په جرمني کې ښه ژوند هم ستاسو په لاس کې دی، هر څومره ژر چې ژبه زده کړئ او کار پیل کړئ همغومره ژر په ټولنه کې مدغم کېدلی شئ‌ او ښه ژوند پیلولی شئ. دا چې د کمپوټر ساینس په برخه کې مو زده کړې دي، نو دلته د دې برخې متخصیصینو ته ډېر زیات چانسونه شته، هیله ده چې ژر ژبه زده کړئ او کارونه نور کارونه مو هم ژر پر مخ ولاړ شي.

که لا هم په دې اړه کومه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.