د عمر ستونزه

zahidhasand20 • 24 سپتمبر 2023
1 comment
0 لایکونه

زما ميرمن په شپاړلس کلني کې واده شوي او اولاد يې په اوولس کلني کې زیږولي اوس يې عمر يوويشت کلنه ده، دوه اولادونه لرم چې په هماغه وخت کې مې ورته اليکترونيکي تذکرې هم جوړي کړي اوس چې دلته د کورنۍ د راوستلو فورم ډکوم څه ستونزه خو به نه وي؟

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم.‌

د جرمني د واده د قانون له مخې هغه کسان چې واده کوي باید عمرونه یې ۱۸ کاله وي، دا البته هغه څه دي چې په قانون کې راغلي دي. که په سفارت کې دې مسلې ته متوجې شي نو ممکن غوښتنه مو رد کړي،‌ خو یوه هیله مندي چې شته هغه دا ده،‌ چې په افغانستان کې بیا د واده کولو لپاره د عمر مسله د قانون له مخې دومره جدي نه نیول کېږي ممکن دوی هم ځینې وخت هغه مسله په نظر کې ونیسي.‌ اوس خو تاسو متاسفانه بله چاره نه لرئ،‌ مجبور یاست چې همدغه سن یې ولیکئ، نو هیله ده چې غوښتنه مو رد نه شي او کومه جدي ستونزه پکې رامنځته نه شي.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده، چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.