د معلوماتو غوښتل

sohib9090@ • 12 مارچ 2024
3 comments
0 لایکونه

 

سلامونه او نیکی هیلی تیر کال د مارچ په میاشت کی ماته د (noreply@haagermany.help ) ایمیل ادرس څخه ایمیل راغلی وه او له ما څخه یی اړونده اسناد غوښتل ما هم ټول اړونده اسناد اپلوډ کړل اما یو کال تیر شو تر اوسه ماته بیرته نه کوم ایمیل راغلی دی او نه هم کوم جواب هیله ده ماته معلومات راکړی چی زما د موضوع سرنوشت څنګه کیږی.

درنښت

 

 

ځوابونه (3)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر اېن جرمني ویبپاڼه ته درته ښه راغلاست وایم.‌

متاسفانه ستاسو په شان باندې ډېر زیات کسان په تمه دي، چې ځواب تر لاسه کړي اما متاسفانه تر اوسه یې ځواب نه دی تر لاسه کړئ. خو تاسو کولی شئ‌ همدې ایمیل ته ایمیل ولېږئ او د خپل کېس د حالت پوښتنه ترې وکړئ، یوازې هغوی په دې اړه مالومات درکولی شي‌ چې تاسو باید څه وکړئ. له هغوی پرته متاسفانه هېڅ چا ته پته نه لګېږي چې څومره باید نور په تمه شئ‌ او یا هم ستاسو کېس په کوم حالت کې دی.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت،

sohib9090@

بیا هم مننه په تأسف سره بايد ووايم چي دا نو ريپلای ايميل دی او دي ايميل ته ايميل کول شونې نده یعني ايميل ورته نه کيږې ، که تاسې ته له دي څخه پرته کومه بله لاره معلومه وي هيله ده چي مرسته وکړی.
درنښت

Moderation

هیله کوم، متاسفانه دوی داسې کوم ایمیل ادرس، شمېره یا هم پته نه ده خپره کړې چې هلته پوښته وشي، نو یوازینۍ لاره دا ده چې د دوی ځواب ته په تمه شئ. چې متاسفانه ستاسو په شان باندې زښته ډېر خلک په تمه دي.‌

په درنښت،‌

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.