د مهاجرت د انټرويو د سرعت په اړه

najmudin.majeedy • 21 جولای 2023
2 comments
0 لایکونه

سلامونه او درنښت 

زما تقريبا دري مياشتي کيږي چې جرمني ته راغلي يم، فعلا د بايرن ايالت د شيونپورټ ولسوالي اړوند کمپ کې يم؛ نظر په نورو کمپونو دلته د مهاجرينو د انټرويو کارونه ډير په سست ډول روان وي په نورو کمپونو کې هغه نفر چې ما سره په ورځ جرمني ته داخل شوي د يو مياشتي په جريان کې د هغوي د انټرويو کارونه ختم شوي او د قبولي منتظر دي زه څنګه کولي شم ځان داسی کمپ ته تبديل کړم چې د هغوي لخوا د مهاجرت اړوند کارونه په سرعت او تيزي سره مخي ته ځي او يا په همدي کمپ کې خپل د انټرويو کارونه تيز کړم؟

Kategorie
نور

ځوابونه (2)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

متاسفانه د کډوالو له ډېر راتګ سره په ځینو ایالتونو کې دا ستونزه وي‌ چې د ځینو خلکو انټریوګانې ځنډېږي او یا هم ځواب یې وروسته راځي. متاسفانه تاسو اوس نه شئ‌ کولی خپل ځای بدل کړئ، خو زموږو مشوره دا ده،‌ چې ځان د انټریو لپاره ښه اماده کړئ اسنادونه مو راټول کړئ او متاسفانه دا یوازې د بامف پرېکړه ده چې څوک به څه وخت انټریو ته غوښتل کېږي او په دې کې بدلون بل څوک نه شي راوستلی.

که لا هم پوښتنه لرئ هیله هد چې دلته یې موږ ولیکئ.‌
په درنښت او مینه!

najmudin.majeedy

ستاسو د معلوماتو څخه د منني تر څنګ باید ووايم که تاسو داسي موضوعات د بامف يا نورو اړونده مسوولینو سره شريکه کړي تر څو د پناه غوښتونکو کارونه په عادلانه او مساوي ډول پر مخ لاړ شي
ځکه زما په شمول د ډيرو هغه خلکو چې سياسي کيسونه او قضيي ولري د هغوي کورنۍ په هيواد کې د بد امنيتي حالاتو لاندي قرار لري.
هيله ده چې بامف اداره زمونږ کورنۍ د مشکلاتو په نظر کې نيولو سره د هغه کمپونو څخه پناه غوښتونکي پکي ډير وي نورو هغو کمپونو ته واستوي په کوم کې چې پناه غوښتونکو تعداد کم وي.
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.