ایا زه د دې حق لرم چې د انتګراسیون کورس وخت او کورس خپله انتخاب کړم او که نه؟
موضوع داسې ده چې زه د ماسپښین کلاس سره علاقه نلرم او همدارنګه مې ماشومانو ته وخت ورکول غواړم د سهار لخوا کورس زر نه شروع کیږي خو جاب سنټر مې تنګوي چې زر کورس شروع کړه وایي ماشومان دې شخصي مسله ده او کورس باید دې مياشت کې شروع کړې کنه پیسې دې قطع کوو
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
بلکل دا ستاسو حق دی، چې هر وخت وغواړئ او هر ټایم چې غواړئ په هغه وخت کې درس ووایئ. جاب سنټر په قانوني لحاظ په تاسو باندې هېڅ ډول فشار نه شي راوړلئ چې تاسو باید په دغه ټایم یا هم دغه ټاکلي وخت یا کورس کې د ژبې زده کړه پیل کړئ. یوازې یو پوسټ ورته ولېږئ او خپله ستونزه ورته ولیکئ د هېڅ ډول فشار حق په قانوني لحاظ دوی نه لري چې په تاسو باندې یې راوړي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت
ډیره مننه، خوښ اوسئ زه ورته همداسې یو لیک لیکم چې بیا څه مخته راتلل درسره به یې شریک کړم
ښه چانس درته غواړم، موږ مو په خدمت کې یوو.