د کورنۍ یو ځای کیدل

shinwari • 13 جولای 2024
3 comments
0 لایکونه

سلامونه ، 

ایا موږ کولی شو چې په تاجکستان کې د المان سفارت ته د کورنۍ یو ځای کیدو د ویزې غوښتنه وکړو ؟ 

البته اوسیږو په افغانستان کې او تاجکستان ته په قانوني ویزه تللی شو.

ځوابونه (3)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

 

زموږ د مالوماتو له مخې له چېرې تاسو د تاجکستان ترویستي ویزه لرئ، نو متاسفانه په دوشنبې د جرمني سفارت به تاسو وخت درنه کړي که بل ډول ویزه لرئ ممکن وخت درکړي په ځانګړې توګه که هلته د اوسېدو اجازه یا هم د هغه ځای اقامه ولرئ حتمن به تاسو ته د ملاقت وخت درکړي. خو بیا هم په ځینو مواردو کې باید له سفارت سره مستقیم تماس ونیول شي، ځکه ممکن ځینې وخت ځینې استثناوې وي، د دې لپاره چې مستقیم له سفارت څخه پوښتنه وکړئ په لاندې لېنک کلیک وکړئ او هلته په فورم کې مو خپله پوښتنه ورته ولیکئ هغوی به په دې اړه چې تاسو څه ډول ویزه باید ولرئ مکمل مالومات درکړي.‌

https://duschanbe.diplo.de/tj-de/ueber-uns/kontakt-formular

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ. 

په درنښت

shinwari

مګر موږه ته  یې تاجکستان کې وخت راکړی ، اوس موږ باید دا ترمین لغوه کړو که ورشو؟

Moderation

سلامونه!

 

تاسو باید له سفارت سره په اړیکه کې شئ او د خپلې ویزې په اړه ورته ووایئ‌ چې په کوم ډول ویزه باندې غواړئ تاجکستان ته داخل شئ،‌ که چېرې یې هغوی قبول کړي چې دا ویزه مو سمه ده او کولی شئ‌ د کورنۍ د غړیو د یو ځای کېدو غوښتنه په وکړئ بیا حتمن ورشئ خو له کره مالوماتو پرته زما هیله ده چې ورنه شئ. ځکه سفارت د وخت په درکولو سره معمولا ستاسو د ویزې پوښتنه نه کوي‌ دا په پاکستان او ایران کې هم همداسې ده. 

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.