د کورنی دَ اوله درجه غړو دَ یوازی کیدو په مورد

سمیع الله پویا • 4 نوومبر 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه دَ ټوګیدر این جرمنی ټیم ته.

کا چیرته څوک په ډیپورټ ملی بندیز اسناد یا یو کلن اسناد واخلی دَ شخص تر ټولو ټیټ معاش باید څومره وی چې خپل فامیل ر دعوت کړی؟ او کا څوک نکاح خط ونه لری خو دَ واده تصویرونه ولری په دولتی اسنادو کې یې تخلص یو شان وی  کیږی چې دغه کس به نکاح نامی معاف شي

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه!
عايد د کورنۍ د غړو له شمېر سره اړه لري. ښه به وي چې په دې اړه په خپله ښار کې پوښتنه وکړئ.‌ په اټکلي ډول د يوه کس راغوښتلو لپاره بايد شاوخوا ۱۵۰۰ نېټو يا خالص عايد ولرئ.
د واده له عکسونو سره نکاح‌خط نه معافيږي او بايد رسمي نکاح‌خط ولرئ.
که چا پر ډيپورټ د بنديز (Abschiebungsverbote) له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي، يوازې هغه وخت کولای شي د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړي چې د استوګنې اجازه يې له يوه کال زياته وي. له دې پرته بايد بل داسې انساني دليل هم موجود وي چې له مخې يې د دوی د غوښتنې منل توجیه شي؛ د بېلګې په توګه په کورنۍ کې يې څوک سخت ناروغ وي او يا له ځانګړي ګواښ سره مخ وي او له جرمني پرته په بل هېواد کې يو ځای نه شئ اوسېدای. البته بيا هم اوسلنډربېهورده کولای شي ستاسې غوښتنه رد کړي.

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.