د کورنۍ د الحاق په موخه په وخت سره د خبر ورکولو فورم اوسلندربېهورده ته تسليمول

Mansoor • 15 اپریل 2024
1 comment
0 لایکونه

سلامونه او نېکې هيلې

نږدې ورځو کې مې الحمدلله درې کلنه قبولي راغلې. د خپلې مېرمنې او ماشومانو د الحاق لپاره مې فورمونه هم انلاين ډک کړل، هغه چې درېو مياشتو کې دننه بايد چې ډک شي. اوس نه پوهېږم چې دغه فورمونه چې د پي ډي اف په بڼه راسره دي، چا ته تسليم کړم. ځيني وايي چې اوسلندربېهورده ته باید تسليم شي، او ځيني نور بيا وايي چې اړتيا نشته؟ که په دې اړه راسره مرسته وکړئ، مهرباني به مو وي.

درنښت

منصور

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم!

د فورمونو د ډکولو وروسته باید د خپل ښار اوسلنهبورډې خبره کړئ، او هغوی په جریان کې کړئ چې تاسو غواړئ د کورنۍ غړي مو جرمني ته راولئ او د دې تر څنګ باید په پاکستان یا هم ایران سفارت وخت د انټریو لپاره وخت ونیسئ. فورمونه باید اوسلنبهورډې ته ورلېږئ تر څو هغوی ستاسو غوښتنه وارزوي او بیا تاسو ته د هغه په مطابق ځواب درکړي او کارونه مو روان کړي.

که په دې اړه لا هم پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت،

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.