د کونديګونګ په اړه

Ziarmal • 18 مې 2024
1 comment
0 لایکونه

سلامونه او درناوی

که يو څوک د دايمي کار قرارداد پر مهال د کار مالک لخوا د مريضۍ پر مهال پداسې حال کې چې د ډاکټر ورته لس ورځې استراحت ورکړی وي له کار وشړل شي يو څو پوښتنو ته ستاسو د ځواب پر تمه.

۱- د مريضۍ په حالت کې د کار مالک دا حق لري کنه چې کاريګر له کار وشړي؟

۲- د جاب سنټر له ګټو څومره موده بعد مستفيد کيدای شي؟

۳- کاريګر بايد د کار د مالک پر وړاندې کومې مرجع ته شکايت کولای شي؟ 

۴- که د کار مالک د قرارداد خلاف ورزي کوي يانې د اتو ساعتو پر عوض ترې لس ساعته استفاده کوي نو کاريګر بايد څه وکړي ؟ 

په درناوي ستاسو د ځواب پر تمه 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

د قانون له مخې که دایمي قرارداد ولرئ، ستاسو د کار صاحب په هېڅ صورت تاسو له کار څخه نه شي‌ شړلی تر څو چې ډېر قوي‌ دلیل ونه لري، که دلیل هم ولري بیا هم باید تاسو ته په ډېرو ځانګړو شرایطو سره ځواب درکړي. تاسو باید په جدي توګه دا مسله تعقیب کړئ‌ او وکیل ونیسئ ممکن ده چې تاسو ته په ډېره لوړه کچه د تاوان د درکولو لپاره مجبور کړلی شي. د جاب سنټر مرسته له هماغه ورځې څخه اخیستلی شئ له کومې ورځې چې تاسو ته د کار صاحب ځواب درکړئ دی. زه دلته یوه لینک درته پرېږدم په خپل ښار کې د مشورتي مرکز پلټنه پکې وکړئ په دې اړه هغوی مرسته درسره کولی شي. او زموږ مشوره د دې تر څنګ درته دا ده، چې حتمن وکیل ونیسئ او همدارنګه هغوی باید تاسو په ډېر لوړ مقدار سره تاوان درکړي او کېدلی شي دا خبره هم له وکیل او مشورتي مرکز سره شریکه کړئ‌ چې له تاسو څخه یې د اتو ساعتونو پر ځای د لسو ساعتونو کار اخیست. 

 

https://www.faire-integration.de/en/topic/46.advice-centres.html

 

دلته د مشورتي مرکز پلټنه وکړئ ستاسو سیمې ته نږدې به د مشورتي مرکز پته درته پیدا کړي هغوی له تاسو سره په دې اړه ډېره ښه مرسته کولی شي. باید غږ مو پورته کړئ او دا مسله په جدي توګه تعقیب کړئ.

که په دې اړه لا هم پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت.

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.