د خاوند راوستل

yousifzairafiq • 25 اکتوبر 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه او درناوئ
هیله ده ټول همکاران مو ښه اوسۍ
زه سره د 13 کورنۍ غړو سره تېر کال د جولای میاشتې په شپږمه نیټه له افغانستان څخه المان ته راغلې یم 
زه د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کارمند وم
اوس له ما سره مې یوه خور هم راغلې ده چې واده شویده د هغه خاوند په افغانستان کې پاتې دی
مونږ چا ته مراجعه وکړو چې زما خور وکولای شي خپل خاوند المان ته راولې
یا کوم ایمیل ادرس ته ایمیل وکړو

مونږ ټول د 22مادې 2فقری په اساس قبول یو

زما خور به د نومبر په 20 په انتګراسیون کورس کې شامله شي.
درنښت

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

هغه کسان چې د تخیلې په پروسه کې له افغانستان څخه جرمني ته راغلل هغوی اکثرو دا ستونزه درلوده، چې یا خاوند یا یې هم مېرمن په افغانستان کې پاتې شول متاسفانه. د قانون له مخې هغه کسانو چې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د جرمني هېواد اپرولونه تر لاسه کړل او دلته ورته د استوګنې د ۲۲مې د ۲ بند په اساس باندې پناه ورکړل شوه، هغوی جرمني ته له داخېلېدو وروسته حق نه لري، چې د تخلیې په پروسه کې د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راولي. هر هغه څوک چې دلته د همدې قانون له مخې راغلي دي، نو اړ دي چې دلته کار وکړي او بیا وروسته له کورنۍ سره د یو ځای کېدو د پروګرام له مخې خپل خاوند یا مېرمن جرمني ته راولي. د کار تر څنګ باید په کور کې ځای ولري چې له راتګ وروسته بیا هغه ورسره و اوسېدلی شي. د قانون له مخې باید په میاشت کې تر ۱۵۰۰ پورې خالص عاید ولري چې بیا جرمني خپل خاوند یا مېرمن راولي. او بله دا چې کله کار پیل کړي په هغه صورت کې د خپل ښار له اوسلنبهورډې ادارې څخه د خپل خاوند او مېرمنې د راوستلو غوښتنه وکړي، او باید په ایران یا هم پاکستان کې ورته د انټریو لپاره وخت ونیسي. له دې کارونو وروسته یې خاوند جرمني ته راوستلی شي.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.