سلام او احترامات
که یو یو کلن یا دری کلن اسناد ولری او سره سره د کار اجازه لیک هم ورکرل شوی وی ایا داسی مرکزون شته چی وکولی شی هلته ته لار شی او په دنده وگمارل شی البت د پوشتنه د جرمنی هیواد هامبرگ خار ته مواجع کوم داسی مرکزونه شته چی داسی اشخاصو ته دندی ورکری
مننه
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
بلې د دندې د موندلو په برخه کې د جاب سنټر تر څنګ ځینې مشورتي مرکزونه هم شته چې کولی شئ خپل د استوګنې ځای ته یې نږدې د انټرنټ لارې پیدا کړئ او د دندې په موندلو کې درسره مرسته کولئ شي. خو باید په یاد ولرئ چې د اکثرو کارونو لپاره باید په ژبه وپوهېږئ او ژبه مو باید زده وي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت