د کار بدلون

stanikzaisayedrahman • 22 مې 2024
1 comment
0 لایکونه

سلام علیکم سید رحمن ستانکزي يم 

وروره زه دا نهه مياشتي وړاندي جرمني ته راغلي یم او د قبولی پروسه مي لا جريان لري 

دا دوه مياشتی کيږي چي کار می شروع کړي

خو دا کار می خوښ ندي ځکه چی ډیر ستونزمن او ستړي کار دي

اوس مي بل کار پيدا کړي غواړم هغه کار پريږدم او دا شروع کړم

پوښتنه مي داده چي ايا زه د هغه کار د قرارداد د لغوه کولو حق لرم

او آيا د بهرنيو چارو اداره به ماته د بل کار اجازه راکړې ؟

په درنښت 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

د کار د بدلون حق لرئ‌ او د بهرنیو چارو اداره باید تاسو ته د بل کار د کولو اجازه هم درکړي. خو یو شی باید په یاد ولرئ‌ چې د مخکیني د کار صاحب مو باید مخکې له مخکې خبر کړئ.‌ دا چې ستاسو د قرارداد شرایط څه دي دا مسله په هغه پورې اړه لري چې څومره وخت مخکې باید خپل د پخواني کار صاحب ته احوال ورکړئ‌ چې تاسو دا کار پرېږدئ بیا کېدلی شي نوی کار هم پیل کړئ.‌

 

که لا هم‌ په دې اړه پوښتنه لرئ،‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت،

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.