د جرمنی ته د متخصصو کارګرانو راغوښتل

Sahib Noor • 30 نوومبر 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه الله ج دی وکړی چی روغ به وی

زه په خپله په جرمنی کی یم خو ورور می غواړی چی د یو مسلکی کارګر په صفت ګرین کارت ترلاسه کړی ځکه په نرسنګ یی دری کلن درسونه او تر ۵ کلونو زیاته کاری تجربه لری مونږ څنګه کولای شو چی ورور می ګرین کارت ته ثبت نام او یا یی ترلاسه کړی او یا هم جرمنی کی زه کولای شم چی ورور ته می ثبت نام وکړم او یا څه بل کومک کولای شم کنه.

منننه

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته شه راغلاست وایم!

هغه مسلکي کسان چې د کارګرو د کمښت اړوند دندو (Mangelbrufe) کې کار پيلوي، د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار ادارې تاييد ته اړتيا لري. دا کار د دې لپاره کيږي چې ډاډ ترلاسه شي چې بهرني کارکوونکي د جرمني کارکوونکو په پرتله له ناسمو شريطو لاندې کار نه کوي. د تاييد پروسې د چټکۍ لپاره، جرمني ته له راتګ وړاندې ستاسې راتلونکې کار درکوونکې ادره پر (www.arbeitsagentur.de) وېبسایټ د منلو غوښتنه وړاندې کولای شي.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له ۱۸مې نېټې راهيسې د ډېرو ماهرو کارګرو او متخصصو کسانو لپاره د شنه کارت ترلاسه کول اسانه شوي دي. لاندې کسان د اروپايي ټولنې د شنه کارت غوښتنه کولای شي:

هغه کسان چې د جرمني له پوهنتونو څخه د فراغت سند ولري او يا يې په بهر کې د فراغت سند په جرمني کې رسمي شوی يا معادل شوی وي. همدا شان هغه کسان چې د جرمني د فراغت له سندونو سره معادل سند ولري. دا ټول کسان بايد په جرمني کې، په خپله څانګه کې د ثابتې دندې وړانديز او يا هم د کار داسې قرارداد ولري چې لږ تر لږه کلنی خالص معاش يې په جرمني کې د تقاعد د بيمې د ونډې له مخې ۵۶٬۶ سلنه وي.
هغه کسان چې د پوهنتون د فراغت معادل، درې کلنې مسلکي او تخنيکي ثانوي زده‌کړې يې ترسره کړې وي، کومې چې د نړيوال زده‌کړو له معيار (ISCED 2011) سره برابرې وي او يا هم د اروپايي سندونو په چوکاټ کې لږ تر لږه شپږم لېول ته ورسيږي. که نه پوهېږئ چې دا معيار پوره کولای شئ او که نه، د (چېرته مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟) برخه ولولئ.
هغه مسلکي کسان چې د کارګرو د کمښت اړوند دندو (Mangelbrufe) کې کار کوي او په تېرو درې کالونو کې له پوهنتون څخه فارغ شوي‌ وي. دوی بايد د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار داسې قرارداد ولري چې لږ تر لږه کلنی خالص معاش يې په جرمني کې د تقاعد د بيمې د ونډې له مخې ۴۵٬۳ سلنه وي. د يادونې وړ ده چې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د جرمني د کار ادارې توافق مهم دی.
هغه کسان چې د آی ټي په ځانګړو برخو کې کار کوي؛که د فراغت سندونه هم ونه لري، ښايي د جرمني‌ د کار ادارې په توافق شين کارت ترلاسه کړي. دوی هم بايد د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار داسې قرارداد ولري چې لږ تر لږه کلنی خالص معاش يې په جرمني کې د تقاعد د بيمې د ونډې له مخې ۴۵٬۳ سلنه وي. دا کسان بايد ثابته کړي چې ځانګړي مهارتونه او پوهه لري او په تېرو ۷ کالونو کې يې لږ تر لږه درې کاله د کار تجربه درلودلې ده.
مهم: هغه مسلکي کسان چې د کارګرو د کمښت اړوند دندو (Mangelbrufe) کې کار پيلوي، د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار ادارې تاييد ته اړتيا لري. دا کار د دې لپاره کيږي چې ډاډ ترلاسه شي چې بهرني کارکوونکي د جرمني کارکوونکو په پرتله له ناسمو شريطو لاندې کار نه کوي. د تاييد پروسې د چټکۍ لپاره، جرمني ته له راتګ وړاندې ستاسې راتلونکې کار درکوونکې ادره پر (www.arbeitsagentur.de) وېبسایټ د منلو غوښتنه وړاندې کولای شي.

په ياد مو وي چې د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار قرارداد بايد لږ تر لږه د شپږو مياشتو لپاره وي.

د جرمني د داخله چارو فدرالي وزارت هر کال د اروپايي ټولنه د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره، د دسمبر په ۳۱مه نېټه تر ټولو لږ معاش ټاکي. دا مالومات پر (www.bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت!

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.