د جرمني دولت نوی بشرپال د مهاجرت پروګرام

dainab.mohammadi • 29 سپتمبر 2023
3 comments
0 لایکونه

سلامونه او درنښت،

هیلمندیم چې جوړ به یاست۔

ورسته موږ څو ځله د

noreply@haagermany.help

څو ځله لینکونه تر لاسه کړي، خپل ټول اړوند اسناد مو ورته استولي، په سختیو مو پاسپورتونه، تولد کارتونه او نکاخط تر لاسه کړی، هیله ده چې د موجوده حالت په اړوند موږ ته معلومات راکړﺉ، موږ په انګلیش کامنتونو او پوستونو کې ولوستل چې رده شوي کیس ته هېڅ ځواب نه ور کول کېږي، چې دا یو لویه روحي او رواني ننګوونه ده د هغه کسانو لپار چې یاد پروګرام ته یې خپل غوښتنلیکونه استولي، هیله ده چې په دې اړوند موږ ته معلومات راکړﺉ۔ 

Kategorie
نور

ځوابونه (3)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

د جرمني هېواد د کډوالو د منلو تازه پروګرام د اعلان له ورځې څخه وروسته متاسفانه هېڅ یو کړندی پروګرام نه و.‌ متاسفانه تر اوسه هم په ډېره کمه کچه خلکو ځوابونه تر لاسه کړي دي، دا چې تاسو خپل اسنادونه ورته لېږلي دي نو باید په تمه شئ او له دې پرته بله هېڅ لاره نشته. موږ په افغانستان کې د پاسپورټونو، تولد کارټونو او نورو اړوندو اسنادو د اخیستلو دا سخت وضعیت درک کوو، اما یوازینۍ لاره دا ده چې باید به تمه پاتې شئ. او که چېرې مو مخکې له مخکې رد ځواب تر لاسه کړئ وي، بیا نو متاسفانه هماغه د دوی وروستۍ ځواب دی،‌ که لا مو ځواب نه وي تر لاسه کړئ باید په تمه پاتې شئ.‌

که لا هم په دې اړه کومه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

dainab.mohammadi

مننه له معلوماتو مو،

یعنې که چېرې زموږ کیس د کابل لفت برکه له طریقه چې کوم پروګرام په لاره اچول شوی، له بده مرغه د جرمني دولت له لوري رد شي نو موږ ته ځواب یا کوم ایمیل استول کېږي او کنه؟
مننه

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.