د جرمني د قانون ۲۲ ماده

Rasool • 16 اګست 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه. کولۍ شۍ دجرمني د قانون 22 ماده لباره لږ وضاحت ورکړۍ. چه کوم خاص ټکي لری او د مهاجرت د 25 مادي سره څه توپیر لري. مننه

Kategorie
نور

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې لومړي بند له مخې د پناه حق

د اساسي قانون د ۱۶مې الف مادې پر بنسټ او د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې لومړي بند له مخې هغو کسانو ته چې په خپل هېواد کې د دولت يا د دولت اړوند سازمانونو له لوري له سياسي ځورونې سره مخ شوی وي؛ په جرمني کې د پنا حق ورکول کيږي. سياسي ځور هغه ځور ته وايي چې يو کس د هغه د نژاد، دين، مليت، سياسي نظريې يا ځانګړې ډلې سره د غړيتوب له کبله له ګواښ سره مخ شي. په ياد مو وي چې دا حق يوازې هغه وخت ورکول کيږي چې څوک جرمني ته د دريم خوندي هېواد له لارې رانه شي. دا چې د جرمني په چارچاپېر کې ټول اروپايي هېوادونه (دريم خوندي هېوادونه) دي؛ يوازې هغه کسان د دې پنا مستحق ګڼل کيږي چې جرمني ته مخامخ د الوتکې په وسيله راشي.

که د چا د پنا غوښتنه ومنل شي؛ د دريو کالو لپاره د استوګنې اجازه ورکول کيږي. که په خپل وطن کې يې حالت ښه نه شي؛ دا اجازه به د دريو نورو کالو لپاره تمديد شي. که څوک ځينې د ژبې د زده‌کړې او کار په شان ځينې ځانګړي شرايط پوره کړي؛ کولای شي درې کاله وروسته کولای شي د استوګنې د دايمي اجازې (unbefristete Aufenthaltserlaubnis يا Niederlassungserlaubnis) غوښتنه وکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د دايمي استوګنې اجازه) کې هم موندلای شئ.

منل شوو پنا غوښتونکو ته د (کډوالۍ د سفر سند) GFK-pass چې شين پاسپورت هم بلل کيږي، ورکول کيږي. تاسې کولای شئ دا پاسپورت بهر ته د سفر لپاره وکاروئ. البته په ياد مو وي چې خپل وطن ته د سفر اجازه نه لرئ او که دا کار وکړئ؛ ښايي د استوګنې د اجازې سند له لاسه ورکړئ.

هغه کسان چې د پنا مستحق ګڼل کيږي، لاندې حقونه لري:

دا کسان کولای شي خپل واړه ماشومان يا مېرمن جرمني ته راولي. د واده نه لرونکي کم‌عمره کسان خپل مور او پلار هم جرمني ته راغوښتلای شي.

· د کار اجازه لري. که دنده ونه لري؛ کولای شي د بېکارۍ ټولنيزه مرسته (Arbeitslosengeld II) ترلاسه کړئ. جاب‌سنټر له دوی سره د کار په موندلو کې مرسته کوي.

· د ماشومانو پیسې (Kindergeld) او د ميندو او پلرونو پیسې (Elterngeld) ترلاسه کوي.

· د يوځای‌کېدنې يا انټګراڅيون په کورسونو کې د ګډون حق لري.

· د ښوونځيو اوسبيلډونګ، دوه‌ګوني اوسبيلډونګ او يا لوړو زده‌کړو ترسره کولو حق لري.

او د ۲۲مادې د ۲ بند له مخې د پناه حق

دا ډول قبولي معمولا هغه کسانو ته ورکول کېږي چې قبول شوي جرمني ته راځي او اړتیا نه لر‌ي چې دلته د پناه غوښتنه وکړي د دې پناه غوښتنې له حق سره هم کولی شئ کار وکړئ، له جاب سنټر پیسې واخلي، د ماشومانو، میندو او پلرونو پیسې واخلئ، انټګراڅیون کورس ولولئ او همدارنګه اوسبیلډونګ یا نورې زده کړې وکړئ کوم حقونه چې د ۲۵مادې په اساس ورکول کېږي د ۲۲مادې د ۲ بند درلودونکو ته هم ورکول کېږي.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.