د فدرال د پریکری په اره اعتراض کول

m.iqbaljalalzai2 • 15 دسمبر 2023
1 comment
0 لایکونه

سلام شبیر جان

ما 1 یو ورز مخکی یو کلن قبولی واخیسته خو زه پدی رازی نه یم زکه زما سیاسی کیس ندی منل شوی ما هغه تول سبوتونه وراندی کری چی پکی دا سابیتیگی چی زما په شمول زما تولی کورنی ته خطر دی او زما مور پلار او ورورنه باید راشی اوس که زه د دوی ددی پریکری په اره چی ماته یو کلنه راکری یا ولی یی دری کلنه قبولی نده کری اعتراض وکرم نو که زما غوختنه منل کیگی سه به وشی او که د محکمی له لوری رد شی یعنی ونه منل شی نو زما یو کلن اسنادو ته خو به سه زیان نرسیگی او یا مانه خو به زما قبولی نه اخیستل کیگی .

مننه ستاسی د جواب په هیله

                                     په احترام

                                                         اقبال احمد صافی

 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

دا چې یو کلنه قبولي مو اخیستې ده، پدې باندې تاسو په قانوني توګه اعتراض کولئ شئ چې داسې حق نه و، تاسو باید سیاسي قبولي اخیستې وای. که چېرې ستاسو دا غوښتنه د محکمې له خوا رد هم شي ستاسو یو کلنې قبولي ته هېڅ تاوان نه لري. او بله خبره چې باید په یاد یې ولرئ هغه دا چې که چېرې تاسو سیاسي دری کلنه قبولي واخلئ هم، متاسفانه مور، پلار، وروڼه او خویندې جرمني ته د قانون له مخې نه شئ راوستلی ځکه که ستاسو عمر له ۱۸ کلونو ډېر وي بیا نو هغوی ستاسو د لومړۍ درجې کورنۍ غړي نه حسابېږي. یوازې خپله مېرمن او هغه ماشومان جرمني ته راوستلی شئ چې عمر یې له ۱۸ کلونو څخه ټیټ وي.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.

په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.