د بيمي کارت

open12 • 26 جنوري 2024
1 comment
0 لایکونه

سلامونه خداي تعالي دې وکړي چي ښه به يي ، زما پوښتنه داده چي زما اسناد راغلي يو کلن دي خو مشکل دادی چي زموږ د ښار د اوسلنډر بيهورد کمپيوټرونه کار  نکوي چي له موږ نه ګوتي واخلي د ايدي کارت لپاره نو چي ايدي راسره نه وي  زه له جاب سنټر سره نشم راجستر کيداي چي هغوئ ماته د بيمي کارت جوړ کړي نو زه چي اوس ميني جاب کوم د هغي لپاره د بيمي کارت مهم دي او دا کارت نلرم دا څنګه کولاي شم چي جوړ يي کړم؟ او بله پوښتنه داده که زه چيرته کار کوم (ميني جاب) نو زما له معاش به د جاب سنټر فيصدي کټ کيږي که د انټيګريشن (سوسيال)

Kategorie
میني‌جاب

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

لومړی خو دا چې تاسو د کمپوټرونو ستونزه ډېره جدي ده او حتمن به یې دوی ډېره ژر حل کړي بل که تاسو حتمن کار پیلوئ نو له دوی څخه وغواړئ چې تاسو ته داسې یوه ورقه درکړي چې تاسو دلته قبول شوي یاست هغه بیا کولی شئ جاب سنټر ته هم ولېږئ او د کار ځای ته یې هم ولېږئ هغوی بیا هماغه سند باندې د بیمې کارت هم درته جوړوي او کولی شئ له جاب سنټر سره هم ځان به راجسټر کړئ.‌

بله خبره د جاب سنټر سره د راجسټر ده، کوم پوسټ چې تاسو ته د قبولېدو په اړه راغلی د هغه یوه کاپي جاب سنټر ته ولېږئ‌ هغوی مو له ځان سره ثبتوي او نور د سوسیال پر ځای د جاب سنټر مربوط شئ. ضرور نه ده، چې حتمن باید کارټ‌ ولرئ خو په ځینو ښارونو کې که بیا جاب سنټر دا مسله ډېره جدي ونیسي‌ چې تاسو باید حتمن کارټ ولرئ جاب سنټر بیا ټول امتیازات له هماغه ورځې څخه درته حسابوي له کومې ورځې چې تاسو قبول شوي یاست. یعنې په ټوله کې د دې په اړه اندېښنه مه کوئ.‌

که غواړئ میني جاب وکړئ،‌ بیا هم د خپل ښار له اوسلنبهورډې سره په هماهنګۍ دا کار وکړئ هغوی حتمن تاسو ته داسې سند درکوي چې د کار اجازه پکې ولرئ‌ او همدارنګه دا هم پکې ذکر کوي‌ چې تاسو مو د کارټ د تر لاسه کولو لپاره په تمه یاست.

که چېرې میني جاب پیل کړئ د میني جاب د پیسو تر څنګ به شاوخوا ۱۷۰/۱۸۰ یورو پورې په میاشتنۍ توګه تر لاسه کړئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت،‌

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.