د ایالت تبدیلول

mno1234 • 8 فبروري 2024
1 comment
0 لایکونه

لامونه

امید ده چی روغ او ښه صحت ولری

زه .... یم د کورنی غړو سره تازه المان ته راغلی یم زه دری ماشومان لرم چی عمرونه ۷ کلن ۶ کلن او ۳ کلن دی زمونږ  هستوګن ځای د المان دولت لخوا  هیسن ایالات انتخاب شوی ده  زه فعلان په یو کمپ کی اوسیږم ا مکان لری ډیر ژر ما دی همدی ایالات یو هایم ته انتقال کړی

زما پوښتنه داده چی زما خواښی یعنی زما د میرمنی مور او د هغی کورنی په بل ایالات کی ژوند کوی هغوی یو کال وړاندی راغلی دی په المانی ژبه بلدیت لری او خپل کور لری. هغوی مونږ سره د ژبی زده کړه کی د ماشومانو د مکتبونو زمونږ د کارونو په پرمختګ او د کور په پیدا کولو کی ډیره مرسته کوی شی 

ایا زه کولی شم چی د ایالات د تبدیلی وکړم؟ او که کولای شم چا سره اړیکه اونیسم

په مننی سره

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

په دې اړه باید د کمپ کارکوونکو سره خبرې وکړئ،‌ همدا دلایل مو چې دلته لیکلي دي باید هغوی ته یې ووایئ ممکن مرسته درسره وکړي. که په هوایي ډګر مو د خپلې مېرمنې د کورنۍ د نورو غړیو ادرس ورکړئ وي په ډېر احتمال سره به مو هغوی ته چېرې نږدې انتقال کړي. خو که داسې ونه کړي ممکن هلته ستاسو لپاره د اوسېدو مناسب ځای او امکانات نه وي په دې خاطر مو ممکن هلته انتقال نه کړي. خو بیا هم که په مسوولو کسانو په کمپ کې فشار راوړئ او دوی ته مو خپله ستونزه په واضح توګه ووایئ حتمن مو د هغوی ځای ته نږدې انتقاوي.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت،‌

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.