د اوسیدو دایمی اجازه

sharafatullah.haqyar • 24 اپریل 2024
2 comments
0 لایکونه

سلامونه او احترامات هیله ده خه اوسئ

زما دوه پوښتنی دی یوه دا چی زه سیاسی قبولی لرم او غواړم فامیل می راولم اولنی انتراګ می دری میاشتو کی کړی او اول سر زما فامیل پاسپورټ نه درلوده اوس می ورته پاسپورټونه جوړ کړل تیره میاشت می د ترمین لپاره ایران سفارت ایمیل وکړو زه اوس کوم کار وکړم چی ما ته ترمین زر راکړی 

دوهم دا چی ما نن ستاسو پوسټ وکتو د اروپایی هیواد شین کارت باره کی هغه کی تاسو لیکلی وه چی اوس د دایمی اوسیدو سند لپاره د ژبی

A1 سند ته ضرورت دی که په اړه هم لږ معلومات راکړی مننه خوښ اوسئ

حقیار  

Kategorie
نور

ځوابونه (2)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

ستاسو د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایم‍ چې متاسفانه د ترمین په رامخکې کېدو کې څوک مرسته نه شي کولی. ځکه هلته بېخي ډېر خلک په تمه دي او تاسو ته هم پر خپل نوبت باندې وخت درکوي او متاسفانه تر پاکستان پر ایران کې ډېر بیروبار دی نو ځکه وخت غواړي او باید په تمه شئ. 

 

او ستاسو د دویمې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم، هلته موږ داسې ویلي دي چې که څوک د اروپایي ټولنې شین کارت د اخیستلو لپاره یوازې د ژبې A1  سند پکار دی، نو کله چې بیا د استونګې دایمي اجازې ته هم اپلای کوئ یوازې هم دا د ژبې سند درنه غوښتل کېږي.

 

که لا هم پدې اړه پوښتنه لرئ،‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت،

sharafatullah.haqyar

ډیره زیاته مننه کور ودان خیر یوسی سوال دا دی که چیرته زه غواړم چی د اروپایی اتحادیی شین ته درخواست ورکوم باید ما سند وی A 1  سره باید د

او دایمی اوسیدو اسنادو ته هم دی ای ایسن سند اوس مني

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.