د استوګنی داېمې اجازه

Arman • 5 دسمبر 2023
4 comments
0 لایکونه

سلام

زمه ۱۲ کاله کېګې چه دا جرمنۍ شار فا فرنکفرت که ذوند  کوم.۳کالن اسناد شېن فاسفورت لرم دا داېمې استوګنې اجازه لافارا مۍ تول شرتونا مۍ هم فورا کړۍ خو داېمۍوېزا نه راکاوی واې چه تزکېره روړا .چو زله بن  که دا افغانستان کونسلګارې تا هم لاړم خو تزکېره ې را نکړا.  مهربانۍ وکې فا د بارۍ که مشواره راکۍ.

مننه

ځوابونه (4)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

متاسفانه که داسې هویتي سند وړاندې نه کړئ،‌ چې ستاسو هویت پکې ثابت شي نو اکثره وخت د استوګنې د دایمي اجازې او همدارنګه د جرمني د پاسپورټ اخیستل سختېږي نو د دې لپاره باید داسې یو هویتي حتمن د کډوالو چارو ادارې ته وروړئ چې ستاسو هویت ثابت کړي. که دلته په سفارت باندې فشار راولئ ممکن تذکره درکړي خو که دلته یې د اخیستلو امکان نه لرئ‌ بیا کېدلی شي‌ چې په افغانستان کې تذکره جوړه کړئ او دلته یې د پوسټ له لارې را وغواړئ. نو بیا مو کېدلی شي‌ د استوګنې د دایمي اجازې غوښتنه هم ومنل شي.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ،‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

بون که مۍ تزکېره جوړا کړې خو نه ې منې واې چه دا ده تالېبانو حکومت که جوړا دا ده تالېبانو حکومت منږ فه رسمۍېت نه دا فېزندالې دا منږ نه قبولاو

Moderation

سلامونه!

که په بن کې مو تذکره جوړه کړې وي،‌ هغه بلکل سمه ده، ځکه د بن سفارت د طالبانو په لاس کې نه دی. هغوی اوس هم د پخواني جمهوریت په نوم پاسپورت او تذکره خلکو ته ورکوي.‌ دغه تذکره باید درسره ومني، که داسې نه وي بیا له وکیل یا هم مشورتي ادارو سره په دې اړه مشوره وکړئ او هغوی ته دا مسله په ښه او واضح توګه تشریح کړئ بیا هغوی کولی شي درسره مرسته وکړي.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت!

مه پا۲۰۲۰کال که هم داءېمۍ وېزا ته انتراګ ورکاړاې وه په ټولو شراءېط برابر هم وم بېا ې هم داءېمۍ وېزا ې را نکړا
وس که چېرۍ زه په Ausländerbehörde باندۍUntätigkeitklage وکم نو سنګه با وی والۍچه په ۲۰۲۰ که دا تزکېره قانون هم نه وهـ
څوابونو نه ډېره ډېرا مننه

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.