د استوګنې د اجازې بدلون

Shabir Salimi • 5 اکتوبر 2023
4 comments
0 لایکونه

 

@skihsas

سلام 

که چیرته یو کس ۱ کلن یا ۳ کلن سیاسی قبولی واخلی. ایا کولی چې دا قبولی د اوسبلدونګی اسنادو سره تبادله کړي. 

مثلاً: اوس قبولی لری نشی کولی افغانستان ته لاړشي که چیرته همدغه اسن اد اوسبلدونګ اسنادو ته واړوی بیا خو به څه ؟ مشکل نه وي.

بیا کولی شی خپل وطن ته لاړشی کنه؟

Great! 

ځوابونه (4)

Moderation

skihsas

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

لومړی خو دا چې اسناد او اوسبیلډونګ ډېر فرق کوي، اسناد ستاسو د استوګنې اجازه ده چې دلته په ژوند کولی شئ. او اوسبیډونګ د پوهنتون یا هم نیمه عالي زده کړې دي‌ چې په یو او بل یې د بدلون امکان نشته. که قبولۍ لرئ،‌ کولی شئ‌ اوسبیلډونګ وکړئ‌.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

بیا هم سلام.
مطلب مې دا وو وروره چې هغه اسناد چې د انتروی او کیس له طریقه اخسیتل کیږي او هغه اسناد چې د
اوسبلدونګ له طریقه اخستل کیږي د دواړو ترمنځ څه فرق دی؟
ډیری خلک کیس له طریقه اسناد اخلی ډیری خلک چې منفی شی اوسبلدونګ کوی او اسناد ترلاسه کوی. ددی دواړو اسنادو ترمنځ توپیر او فرق څه شی دی؟ مننه

همدارنګه په کوم اسنادو سړی کولی شی وطن ته لاړ شي.؟ ترڅو دلته ورته مشکل جوړ نشي؟

Moderation

سلامونه مې یو ځل بیا قبول کړئ!
ډېر پناغوښتونکي فکر کوي چې که کار وکړي؛ د مثبت ځواب ترلاسه کولو چانس به يې ډېر شي. خو په اصل کې دا خبره ناسمه ده. د پناغوښتنې په پروسه کې يوازې دا مهمه ده چې تاسې په وطن کې له څه ډول حالت سره مخ وئ. دا چې په جرمني کې کار کوئ او يا مو ښه جرمني ژبه زده ده؛ د مهاجرت او کډوالۍ فدرالي ادارې (BAMF) ته مهمه نه ده. البته د جرمني ژبې ښه زده‌کړه کولای شي له تاسې سره د پناغوښتنې له پروسې پرته په نور ژوند کې مرسته وکړي. هغه کسان چې د پنا غوښتنه يې رديږي او يا ډولډونګ لري؛ ښايي د اوسبیلډونګ‌ډولډونګ (Ausbildungsduldung) په نوم سند ترلاسه کړي. دا ډول ډولډونګ هغه چا ته ورکول کيږي چې اوسبیلډونګ پیل کړي او يا يې له مخکې پیل کړی وي. له دې ډولډونګ سره کولای شئ د اوسبیلډونګ تر بشپړېدو پورې په جرمني کې پاته شئ. که په برياليتوب د د اوسبیلډونګ له پای ته رسولو وروسته کار ومومئ؛ تاسې ته به د دوو نورو کالونو لپاره په جرمني کې د استوګنې اجازه درکړل شي (۲+۳ قانون).

دې خبرې ته په کتو غوره ده چې جرمني ته له رارسېدو سملاسي وروسته د جرمني ژبې په زده‌کړه تمرکز وکړئ او اوسبیلډونګ پیل کړئ. په دې ډول که وروسته مو د پنا غوښتنه رد شي؛ کولای شئ د اوسبیلډونګ‌ډولډونګ ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. که د پنا غوښتنه مو پخوا رد شوي وي او اوس ډولډونګ ولرئ؛ ښايي د اوسبیلډونګ پیلولو ګټور درته تمام شي.
او د دې تر څنګ هغه کسان چې دلته د پناه غوښتنه کوي، د قانون له مخې وطن ته نه شي خو خلک د اسنادو له اخیستلو وروسته ډېری یې په پټه باندې وطن ته ځي. یعنې دا په دې مانا نه ده، چې دوی په قانوني‌ توګه حق لري چې وطن ته ولاړ شي اکثره دوی خو په پټه باندې ځي.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.