السلام علیکم ښاغلیه / ښاغلې!
بعد له سلامه زما نوم محمد نذیر مسل او د لیسناس زده کړې مې د طبي لابرتوار په برخه کې کړی دي او کافی کاري تجربه هم لرم تقریبا تر ۶ کالو پورې کاري تجربه لرم چې په دغه کاري تجربه په دولتی او نړیوالو موسیساتو کې مې تر سره کړی ( پکتیا پوهنتون تدریسي روغتون ، د صحت نړیواله اداره او د ناروی افغانستان له کمیټه) اوس مهال د ماسټری زده کړی د روسي په هیواد کې تر سره کوم او د انګلیسي ژبه سره هم اشنایي لرم. نو زه غواړم چې د یو فني شخص په ډول د جرمني هیواد د فرصت کارت ته وړاندیز وکړم لاندې سوالونه لرم د به ستاسو همکاري وي چې په دغه برخه کې ما ته معلومات راکړئ.
- ایا زه کولالی شم دغه پروسي ته وړاندیز وکړم او که نه ؟
- د اسنادو د قانونی کولو پروسه.
- ایا ما ته به د روسیه هیواد کې د جرمني سفارت وخت راکړي؟
- دغه پروسه له کوم ځای شروع او کوم ډول مخته وړل کیږي.
ستاسو د ځواب په هیله.
مننه
محمد نذیر مسل
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
د جرمني هېواد د فرصت کارت د تر لاسه کولو لپاره باید لومړی له https://www.kmk.org/zab/zentralstelle-fuer-auslaendisches-bildungswesen… ادارې څخه د خپلو سندونو د رسمي کولو سند تر لاسه کړئ بیا وروسته نوره پروسه پر مخ وړلی شئ.
او د فرصت د کارت د تر لاسه کولو لپاره لاندې شرطونه باید پوره کړئ:
د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره دوې لارې شته:
يادونه: تاسې باید د بهرنیو زدهکړو مرکزي دفتر (ZAB) تایید ولرئ چې ښکاره کړي په بهر کې ستاسې مسلکي زدهکړو لږترلږه دوه کاله دوام کړی دی. تاسې باید د دې پروسیجر لګښت پخپله ورکړئ. ZAB باید تاسو ته دا هم تایید کړي چې ستاسې مسلکي سند یا د پوهنتون سند په هغه هیواد کې د دولت لخوا په رسميت پیژندل شوی، چیرې چې تاسې خپل مسلکي سند یا د پوهنتون سند ترلاسه کړی وي (§ 20a Abs. 4 Satz 5 AufenthG-E).
د (www.make-it-in-germany.com) پر پاڼه کتلی شئ چې د فرصت د کارت ترلاسه کولو لپاره شرطونه پوره کولی شئ او که نه.
همدارنګه په روسیه کې هم د جرمني په سفارت کې وخت اخیستلی شئ او هغوی مو کارونه پروسیس کولی شي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت