Course Fee

Hashemi Safi • 2 اګست 2023
5 comments
0 لایکونه

زما نوم هاشمي دی او زه د کمپیوټر ساینس له لسانس څخه فارغ شوی یم او اوس په نارت راین ویسټفالیا کې اوسیږم او اوس کار نه لرم او وزګار یم.

زه غواړم د شبکې انجینرۍ په ډګر کې د IT مسلکي کورسونه پیل کړم لکه د سیسکو شرکت کورسونه یا د مایکروسافټ کورسونه او داسې نور.

.زما پوښتنه دا ده چې ایا د کار مرکز به ماته د ورته کورس فیس یا لګښتونه راکوي که نه.

 

My name is Hashemi and I graduated with a Bachelor of Computer Science, and now I live in North Rhine-Westphalia and now I have no job and I am unemployed.

I want to start IT professional courses in the Network Engineering field like Cisco company courses or Microsoft courses and so on.

My question is whether the Job Center will give me the fee or expenses of the same course or not.

ځوابونه (5)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

په دې برخه کې تر پخوا اوس جاب سنټر ډېر مرسته کوي، که چېرې تاسو په خپله سیمه نږدې همدا کورس ومومئ او هغوی ته یې په اړه خبر ورکړئ ممکن په دې برخه کې درسره وکړي. او بله مهمه خبره دا ده، چې باید دلیل ورته ولرئ چې دا کورس ولې غواړئ تاسو ولولئ.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده دلته یې راته ولیکئ.

په درنښت

Hashemi Safi

وعلیکم سلام
ډیره مننه د معلوماتو څخه.
تاسو یادونه وکړه چی دلیل ورته ولری.
زه د کمپیوټر ساینس څخه فارغ یم او غواړم خپل مسلک کی زده کړی وکړم چی اینده کی خه وظیفه تر لاسه کړی ایا دا دلیل کیدی شی یانه؟
بله پوښتنه دا ده، زه چی کوم ښار کی اوسیږم ایا که په همدی ښار کی دا کورس نه وی نو زه کولی شم چی انلاین یی شروع کړم او نو بیا جاب سنتر یی مصرف ورکړی د انلاین کورس یا نه؟
بل پوښتنه:
ایا د جاب سنتر نه علاوه داسی نوری اداری هم شته چی ماسره کومک وکړی د فیس په برخه کی؟
که داسی نوری اداری وجود لری نو مهربانی وکړی ماته یی نومونه ذکر کړی.

Moderation

بلې دا هم دلیل کېدی شي، چې تاسو ورته ووایئ‌ چې زه غواړم د کار لپاره دا کورس پیل کړم.‌ که دا کورس ستاسو په ښار کې نه وي ممکن په بل ښار کې یې د فیس لګښتونه درکړي. او بله مسله دا ده، چې جاب سنټر په دې برخه کې مرسته درسره کولی شي.‌

په درنښت

Hashemi Safi

ما داسی اوریدلی دی چی د جاب سنتر نه علاوه داسی نوری اداری هم شته چی تصیلی فیس برخه کی کومک کوی ایا تاسو کولی شی ماته د هغی اداری نومونه راکړی؟

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.