سلام
ښاغلي خدای ج دي وکري چي د صحت جامی مو په تن وي.
زه دوي پوښتنې لرم
اول : کله چي يو نفر اوسبيلدونګ کوي هغه موده چي دوه يا دري کاله ده ايا دا موده يا وخت د دايمي اسنادو لپاره چي پنځه کاله ایښودل شوي ده په هغه کي شميرل کيږي که يا؟
دوهم : د اوسبيلدونګ په جريان يو نفر کولای شي چې خپله ميرمن د افغانستان څخه راولي که يا؟
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم.
ستاسو د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایم، چې هو ستاسو د اوسبیلډونګ دا موده هم حسابېږي که چېرې اوسبیلډونګ وکړئ دا پروسه درته نوره هم اسانه کېږي او د اوسبیلډونګ تر پای ته رسولو وروسته کولی شئ د دایمي اسنادو غوښتنه وکړئ.
او د دویمې پوښتنې په ځواب کې مو باید ووایم، چې د کورنۍ د غړیو راوستل ستاسو د استوګنې په اجازه پورې اړه لري که چېرې دری کلنه قبولي ولرئ بیا یې د اوسبیلډونګ په جریان کې هم راوستلی شئ. خو شرط به یې دا وي چې تاسو له دولت څخه کومه مرسته تر لاسه نه کړئ یعنې که تاسو ته د اوسبیلډونګ په جریان کې کوم ځانګړی معاش درکول کېږي هغه مو د ژوند لګښتونه پوره کولی شي بیا مو کورنۍ جرمني ته راوستلی شئ.
که په دې اړه لا هم پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت،