Aufenthalts تمدیدل

Naas789 • 16 مارچ 2024
1 comment
0 لایکونه

سلام تاسو ته
زه  ناصری یم  دجرمنی ژبی د زده کړی په ویزه جرمنی ته راغلی یم زما Aufenthaltsgenehmigung  اپریل /10/2024 کی خلاصیږی چی په دغه ټاکلی موده کی ما دژبی کورس تکمیل نشو کړای او زیات تمرکز می په کار کولو وه ، اوس زه کولای شم چی Aufenthalt تمدید لپاره درخواست وکړم او که دپناه غوښتنه وکړم
هیله ده چی دقیق معلومات راکړی
ډیره مننه

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

بلې، د استوګنې د اجازې د تمدید غوښتنه هم کولی شئ، خو ځینې ځانګړي سندونه باید له ځان سره ولرئ‌ چې په دغه ټاکلې موده کې تاسو په جرمني‌ کې څه کړي دي. د بېلګې په توګه که په قانوني توګه کار کوئ‌ د کار قرارداد، ژبه مو چې څومره زده کړې ده د هغې سند، دا ټول هغه څه دي‌ چې ممکن له تاسو څخه یې اوسلنبهورډې وغواړي او تاسو حق لرئ چې باید د استوګنې اجازه مو تمدید کړي.‌

او همدارنګه د پناه غوښتنه هم کولی شئ، خو زه یوه ښه مشوره دا درکولی شم چې که چېرې وکیل ونیسئ او هغوی ته ووایئ‌ چې په لیکلې بڼه باندې ستاسو د پناه د غوښتنې قضیه ستاسو د ښار اوسلنبهورډې ته ولېږي ډېر به کار درته اسانه شي، خو که ځان تسلیم کړئ او بیا د پناه غوښتنه وکړئ نو ممکن هایم یا هم کمپ ته مو انتقال کړي چې بیا ممکن په هغه صورت کې درته ستونزمنه شي.

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.