اتلس عمر څخه کم کسان

nasratullahh18 • 7 اګست 2023
1 comment
1 خوښول

 

 

ده کوچني عمر لرونکي سرپرستي

 

nasratullahh18

nasratullahh18 • 4 اګست 2023

0

1

 

سلام او احترام هيله لرم چي ستاسو ټول همکاران روغ جوړ اوسي نن ورځ زه يوه پوښتنه لرم هيله ده ځواب راکړي او مخکي له مخکي مننه کوم ستاسو له همیشنۍ همکاري څخه زما پوښتنه د کم عمر لرونکو کسانو د سرپرستي اخستلو په هکله ده زما يو دوست دي هغه اولس کاله عمر لري او اوس يوګندامت سره دي او هغوي ورته يوه جرمني د سرپرستي په هکله معرفي کړي اوس د نومړي هلک د ماما زوي تازه المان ته راغلي او بل ښار کي ژوند کوي هغه غواړي د نومړي ماشوم هلک سرپرستي په غاړه واخلي مګر د هلک د ماما زوي  لا تر اوسه خپله انترويو هم نه ده ورکړي يعني المان کي ده اوسيدولو  او پاتي کيدلو پريکړه يي لا نه ده شوي او په جرمني ژبه هم نه پوهيږي نو زما پوښتنه دا ده چي ايا کوم کسان کولاي شي د يو ماشوم سرپرستي په غاړه واخلي يعني کوم شرايط بايد پوره کړي او اوس د نوموړي ماشوم هلک د ماما زوي کولاي شي دده سرپرستي په غاړه واخلي يا نه ستاسو د ځواب په انتظار مننه 

 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

د ماشومانو د سرپرستی په اړه باید دا وویل شي چې معمولا د ماشومانو سرپرستي هغو کسانو ته ورکول کېږي چې دلته یې په جرمني کې ډېر وخت ژوند کړئ په قوانینو او ژوند باندې پوه شي، ژبه یې زده وي او همداسې نورې ځانګړتیاوې بیا ولري. دا چې د ده کس د ماما زوی لا تر اوسه دلته قبولي حتا نه لري نو متاسفانه نه شي کولی د دغه ماشوم سرپرستي وکړي.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.