سلامونه او نيکى هيلې الله( ج) دي وکړي چي روغ او جوړ اوسۍ يوه خاصه پوښتنه لرم که په مهربانۍ سره يې راته جواب کړي.
شپږ کلو نمي په جرمني کى ډېر وخت وشو او دري کلنه قبولې هم لرمه او تر اوسه مي کار هم ندي کړي د الله په فضل سره پنځه بچيان هم لرم چي دري يې په همدلته پيداشوي دي. خو دکور والا د مريض تيا په خاطر يونګنت امت (د ماشومانو رياست) مي کارته نه پرېږدي ايا زه اوس ده دي نوي قانون له مخې د جرمني تابعیت خواست کولي شم او کنه ؟ او د ماشومانو رياست لخوا راته هم تصدیق راکوي چې دوى زما دکار ممانعت کړي دي. بى آينس او آين بورګرين ټسټ مي هم کړي دي. مننخ
مننه شبير جانه.
هو بلکل همداسې ده تر اوسه خو هغوى (يونګنت امت) راته اجازه نه راکوي خو کيداي شي راتلونکې 2 کاله بعد راته او وايي چې اوس کار کولي شي. پدي خاطر چې زما پنځه واړه ماشومان له نهو کلونو کم عمر کې دي او مور يې هم سخته مريضه ده د ماشومانو حفاظت نشي کولى ، نو يونګنت امت دا وظيفه ماته سپارلي ده.
مننه الله مو کاميابه لره
هیله کوم،
هیله ده چې ستونزه او پوښتنه به مو حل شوې وي، که همدا اوس غوښتنه وکړئ، بیا دوی نه شي کولی درته ووایي چې تاسو باید حتمن کار وکړئ کله چې پروسه په رسمي توګه پیل شوه، کېدلی شئ د تابعیت د اخیستلو غوښتنه وکړئ بیا وروسته مو چې ماشومان لوی هم شي کولی شئ کار وکړئ.
په درنښت
مننه! صحيح شو. الله دي تاسو او سعيدي صاحب غوندې وطن دوسته انسان نور هم ډېر کړي