المان ته د راوستو په اړه

Titc123456789 • 9 اکتوبر 2023
1 comment
0 لایکونه

سلامونه شبیر جانه! 

زه یوه پوښتنه لرم هیله ده تاسې یې را ځواب کړئ:

۱. زما یو خپل په پاکستان کې دی، هغه د پوهنتون استاد او رئیس، ژورنالیست او ور سره د تیر جمهوریت کارمند هم پاتې شوی دی. ددې تر څنګ له یوه جرمني پروفیسور څخه سپارښتلیک هم لري چې د المان له حکومته غواړي چې المان ته یې په راوستو کې مرسته وکړي. لکه دمخه مې چې یاده کړه اوسمهال په پاکستان کې دی. زما پوښتنه داده چې دا کس څنګه کولی شي د المان هیواد د راوستو په پروسه کې شامل شي او همدارنګه زه او یا هم نوموړی پروفیسور چې دی ورڅخه سپارښتلیک لري څه نوره مرسته کړای شو چې په راوستو کې یې مرستندوی شو. که یې په اړه نورو معلوماتو ته اړتیا وي لطفا یې راته ووایئ چې تاسې سره یې شریک کړم او د هغې په رڼا کې ستاسې ځواب و لرم. په مننې 

Kategorie
نور

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌

متاسفانه، د اوس وخت لپاره د جرمني هېواد د کډوالو د منلو د تازه پروګرام لپاره د نوملینکې ټولې ادارې تازه غوښتنلیکونه نه مني.‌ چې متاسفانه دا د هغه افغانانو لپاره یو بد خبر دی، چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی. د اوس لپاره متاسفانه داسې مرجې نشته، چې هغوی خپل اسنادونه ورته وسپاري او جرمني ته راشي. خو دا چې تاسو یادونه کړې ده، چې استاد دی، ځینې تحصیلي لارې چارې د وازمایي ممکن د دې فرصت ورته پیدا شي چې دلته زده کړې وکړي.‌ د بېلګې په توګه که چېرې یې شرایط پورته کولی شي د DAAD بورسونه جرمني‌ د راتګ تر ټولو ښه فرصت بللی شو.‌

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌
په درنښت

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.