عاجل وخت اخیستل په سفارت کی

Hassan91 • 16 مې 2024
1 comment
0 لایکونه

سلامونه دوستانو ، زه د المان تابعت لرم او غواړم میرمن ته می تهران کی د المان سفارت کی عاجل وخت واخلم چی ویزه ورکی .  زما میرمن  حامله ده . 

مشوره راکی چی څه وکړم ؟

 

 

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

د کورنۍ د غړیو د راوستلو لپاره باید په پاکستان او یا هم په ایران کې وخت ونیسئ، چې معمولا له یوه کال څخه تر دوه کلونو پورې وخت نیسي، دا پروسه د ټولو لپاره یو شان ده، متاسفانه د عاجل وخت نیول امکان نه لري ځکه هلته ډېر شمېر خلک په تمه دي او هر چا ته په خپل نوبت باندې وخت ورکول کېږي. که څوک تابعیت لري یا هم اقامه ولري چې د کورنۍ د غړیو د راوستلو شرایط یې پوره کړي وي، باید ټول په تمه شي ځکه هر چا ته په خپل وخت باندې نوبت ورکول کېږي.‌

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت،‌

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.