د څلورم سمیستر لپاره څنګه مالی مرسته یا قرضه ترلاسه کړم

Rizwan Khan • 15 August 2023
2 comments
0 likes

سلامونه او نیکی هیلی

زما نوم رضوان دی. زه په ۲۰۲۲ د فیبروری کی المان ته راغلم او سیاسی دری کلنه قبولی لرم. ما په ۲۰۲۰ په اکتوبر میاشت کی په Saarland University  کی یوه ماستری شروع کړه چی د درس میتود یی حضوری او غیرحضوری دی. ددی ډګیری نوم دی Master of (blended learning) of Evaluation. د کرونا ویروس له وجی ما ونشوای کولی چی المان ته د حضوری درسونو لپاره هغه وخت راشم. ما د سمیستر فیس ۱۵۰۰ جمع ۱۱۳ یورو اجتماعی ګډون لپاره پوهنتون ته ورکولی. ما د ۲ سمیسترو فیس پوهنتون ته لیږلی دی مګر د دو سمیسترو راباندی پاتی دی چی اوس د وظیفی د نشتون له امله نشوم کولی دا پسسی ورته برابری کړم.

ما د پوهنتون نه ددی فیس د معاف کولو غوښتنه وکړه چی بدبختانه رد شوه. بیا می BAföG  ته اپلای وکړ چی هغه غوښتنه می هم رد شوه. ددی په خاطر چی زه اوس برحاله محصل نه یم. څکه زما څلورم سمیستر بایدی په سیپتمبر ۲۰۲۲ کی خلاص کړی وای چی ما د فیس د نشتون له امله ونشوای کولای.

بیا می جاب سسنتر نه غوښتنه وکړه چی هغه هم راته وویل چی مونږ لوړی زده ګړی نشوو تمویل کولی.
تیر کال کی DAAD  او یو بل بورس چی خاص د افغانانو مهاجرو لپاره وو هغه دواړه غوښتنلیکونه می رد شول. د DAAD دلیل دا وه چی مونږ له مخکی شروع شوی ماستری/ډیګیری نه تمویل کوو. هغه بل بورس چی نوم یی فکر کوم Germany 4 Afghan refugee ورته څه شی وو چی هغه هم ورته دلیل لیکلی وو. 

ما دری سمیستره بشپړ کړی یوازی ځلورم سمیستر پاتی دی چی  د منوګراف په لیکلو سره زه فارغیږم مګر زه تقربیآ ۳۳۰۰ یورو ته ضرورت لرم چی دا فیس ورکړم او ځلورم سمیستر شروع کړم. زه اوس جرمنی ژبه وایم. تیره میاشت می B1 خلاص کړه او نتیجه یی مثبت وه او اوس غواړم B2  شروع کړم.

زمونږ راتلونکی سمیستر تقریبا دوه میاشتی وروسته په اکتوبر ۲۰۲۳ کی شروع کیږی او زه باید دا فیس تر ۳ د سیپتمبر پوری پوهنتون ته ورکړم ترڅو راتلونکی سمیستر کی راجیستر شم. زه ډير کم وخت لرم چی دا پیسی پیدا کړم. B2  انشالله په راتلونکی کال مارچ کی خلاصیږی او ډیر کوشش کوم چی پدی دوره کی می مونوګراف هم ولیکم چی ددواړو نه یو ځای فارغ شم او بیا به د وظیفی لپاره ډير ښه اماده وم.

نو مهربانی وکړی که راسره مرسته وکړی چی څنکه کولای شم مرسته د کوم نهاد څخه تر لاسه کړم. که قرضه بدون د سود نه هم پیدا شی اخلم یی او راتلونکی کال کی د کار شروع په اولو میاشتو کی یی بیرته ورته ادا کوم.

 آیا داسی کومه طریقه شته چی د جاب سنتر څخه قرضه بدون د سود ترلاسه کړم؟ ځنګه او شرایط؟

ما مخکی هم ستاسو د همکارانو سره لیکنی زما د مشکل په هکله په انګلسی ژبه شریکی کړی دی. دلته می بیا د پښتو بخش سره وغوښتل چی شریک کړم کیداشی تاسو ته هغه نهادونه چی د افغانانو سره همکاری کوی معلومات وی. 

په درنښت
رضوان

Kategorie
Other

Answers (2)

To post please log in or register.