منټور شیف پروګرامونه

khan111 • 12 جون 2024
1 comment
0 لایکونه

اسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

ورور جانه زما ۸ میاشتی کیږی جرمنی ته راغلی یم او زمونږ په کامپ کي زیاترو کسانو ته انټریوی راغلی ده خو زما لا تر اووسه هیڅ معلومات نشته. ټولو کسانو ته په یوه هفته کی او یا هم په دوه. هفتو کی انټروی راځی.

2 او بله دا چی تاسو په یوه، يډیو کی ویل وو چی په جرمنی کی د منټور شبف پروګرامونه  یا په جرمنی کی د یو مل کس یا مرستندوی کس پیدا کول. ډیر ګټور تمامیدلی شی نو که ددي په باره کی لږ معلومات راکړی ډیر به خوشحاله شم..

ډیره مننه

Kategorie
نور

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

ستاسو د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایم، چې انټریوګانې معمولا د بامف د ادارې له خوا اخیستل کېږي او هغوی ته اوږده لیستونه په تمه وي، نو ځکه ځینې وخت په ځینو ښارونو کې د ځینو کسانو انټریوګانې ډېر وخت نیسي او د ځینو کم وخت نیسي. تاسو له دې پرته چې په تمه شئ متاسفانه بله چاره نشته.

او ستاسو د دویمې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم:

که جرمني ته تازه راغلي ياست او څوک مشوره درکړي او مرسته درسره وکړي، ژوند به مو اسانه شي. دا پروګرامونه وړيا دي او خلک په رضاکارنه ډول کار ورسره کوي.  له همدې کبله د لارښوونې ټولنيز پروګرامونه (Mentoring-Programme) د ملتيا (Patenschaften) اسانتياوې وړاندې کوي. لارښوونکي هغه کسان دي چې غواړي له نويو کسانو سره په جرمني کې د هغوی د ژوند په پيلولو کې مل شي. دوی له تاسې سره مرسته کوي چې په جرمني کې خپل تګلوری ومومئ او په ټولنيز ژوند کې ګډون وکړئ. البته دوی هم غواړي له تاسې يو څه زده کړي. د بېلګې په شان ستاسې نړۍ‌ليد، ژبه، کلتور او داسې نور.

د ملتيا لپاره د يوه کس موندلو لپاره بايد د لارښوونې په ټولنيزو پروګرامونو کې ګډون وکړئ. 

يادونه: هغه کس چې مرسته کوي، لارښود (Mentor*in) او هغه کس چې مرسته ترلاسه کوي، لارښوونه ترلاسه کوونکی (Mentee) بلل کيږي.

د (Menschen stärken Menschen) فدرالي پروګرام پر وېبسایټ د هغو بنسټونو او ټولنو لړ ليدلای شئ چې په جرمني کې د لارښوونې او ملتيا پروګرامونه وړاندې کوي.

 

په لاندې لېنک باندې یې په اړه باندې بشپړ مالومات لوستلی شئ. خو که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده دلته یې راته ولیکئ خوشاله به شم چې مرسته درسره وکړم.‌

 

https://handbookgermany.de/ps/mentoring

 

په درنښت 

 

 

 

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.