جرمني ته تګ يا وظيفه موندل

qaderitajuddin • 4 جون 2024
1 comment
0 لایکونه

سلام په بخښني سره يو پوښتنه لرم

څنګه کولاي شم چي جرمني ته د تګ لاره وموم يعني په کوم طريقه کولای شم چي جرمنی ته لاړ شم او هلته کار وکړم او د

استوګنځی ځای پيداکړم، که چيرته کوم سوک د جرمني ژبي سره بلد تيا ونه لري آیا هغه کولايشی چي جرمني ته لاړشي او که نه،

اوس مهال زه د کمپوټر ساينس پوهنځی څخه فارغ يم او په خپل مسلک کي ۵ کاله تجربه لرم

اوس مهال آيا داسی د حل لاره شه ته چي زه جرمني د لاړ شم او هلته کار وکړم البته که زما مسلک وي او که بل مسلک

مننه د جواب په ته

ځوابونه (1)

Moderation

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!

دا چې دلته دنده ومومئ او دلته راشئ د مسلکي کس په توګه د فرصت کارت ستاسو لپاره یوه مناسبه لاره ده، چې زه یې په اړه ټول مالومات دلته لیکم.‌

د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره بايد کوم شرطونه پوره شي؟

د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره دوې لارې شته:

  1. د درېیم هیواد هغه وګړي چې د استوګنې قانون د ۱۸ پراګراف درېيم بند سره سم ماهر کارکوونکي (Fachkräfte) ګڼل کیږي، پرته له کوم ځانګړي اضافي شرط څخه د فرصت کارت ترلاسه کولی شي. د دې لپاره چې یو ماهر کارګر وګڼل شئ، باید ثابته کړئ چې ستاسې بهرني مسلکي یا د پوهنتون د فراغت سندونه په جرمني کې رسمي شوي دي.
  2. که تاسو مسلکي يا ماهر کارکوونکي نه یاست، باید د جرمني ژبې (A1) یا د انګلیسي ژبې لومړني مهارتونه B2 ولرئ؛ د نومرو په سیسټم کې لږترلږه شپږ نمرې ترلاسه کړئ او د لاندې معیارونو څخه یو پوره کړئ:
  • د بهرني پوهنتون د فراغت سند لرئ؛ يا
  • مسلکي روزنه لرئ چې لږترلږه دوه کاله يې دوام کړی وي او سند يې د روزنې په هېواد کې رسمي شوی وي؛ يا
  • د روزنې داسې سند لرئ چې په بهر کې د جرمني د سوداګرۍ خونې لخوا تاييد شوی وي.

يادونه: تاسې باید د بهرنیو زده‌کړو مرکزي دفتر (ZAB) تایید ولرئ چې ښکاره کړي په بهر کې ستاسې مسلکي زده‌کړو لږترلږه دوه کاله دوام کړی دی. تاسې باید د دې پروسیجر لګښت پخپله ورکړئ. ZAB باید تاسو ته دا هم تایید کړي چې ستاسې مسلکي سند یا د پوهنتون سند په هغه هیواد کې د دولت لخوا په رسميت پیژندل شوی، چیرې چې تاسې خپل مسلکي سند یا د پوهنتون سند ترلاسه کړی وي (§ 20a Abs. 4 Satz 5 AufenthG-E).

د (www.make-it-in-germany.com) پر پاڼه کتلی شئ چې د فرصت د کارت ترلاسه کولو لپاره شرطونه پوره کولی شئ او که نه.

 

که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ  هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌

په درنښت 

چې پوسټ‌ وکړئ یا or نوملیکنه وکړئ.